د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، پرون د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ژورنالستانو اتحادیې مشر حفیظ الله بارکزی، دافغانستان د ژورنالستانوآزادو اتحادیې مشرحجت الله مجددی، دافغانستان درسنیواوخبریالانو فدراسیون اجراییه مشر بشیرهاتف او ابوزرصارم سرپلی د افغانستان رسنیز بنسټ له مسئولینو سره په خپل دفتر کې وکتل.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د رسنیو ملاتړو بنسټونو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او د لیدنې د موخو په اړه یې بشپړ معلومات شریک کړل.
ورپسې، د افغانستان دژورنالیستانومشر، دافغانستان دآزادو اتحادیه مشر او دبنسټونو مسئولینو، پخپل وار سره خبرې پیل کړې او د یادو بنسټونو د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل
او وویل: د رسنیو ملاتړي بنسټونه په هېواد کې د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د خبریالانو ستونزو هوارولو ته کار کوي. او زیاته کړه، چې د نظام د اطلاع رسونې بهیر دې لاپسې چټک او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې دې موجودو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.
موږ هڅه او وړاندیز کوو، چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق فعال شي، د خبریالانو لپاره د کار زمینه برابره شي او په دولتي ادارو کې مسلکي اومتدین خبریالان وګمارل شي، تر څو د خبریالانو د کار خوندیتوب بشپړ او د هېواد د ملي ګټو او دژورنالیزم د اصولو په پام کې نیولو سره سم معلومات ورکړل شي او دژورنالیزم د معیارونه پربنسټ ریپرټونو منعکس او د جعلي خبرونو او پروپاګند خپرول باید په بهر کې د یو شمیر رسنیو مخه ونیول شي.
ورپسۍ: محترم حقاني وویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دی. ښاغلي حقاني زیاته کړه، رسنۍ پخپلو ښو فعالیتونو سره، عامه اذهان مثبت لور ته سوق کوي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن کموي.
او په پای ښاغلي حقاني د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې د رسنیو مرکز به په دوامدار ډول هڅه وکړي څو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.